د بدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله يو څوارلس کلن هلک وژل شوى او پلار يې ټپي دى.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله "کامګر" وايي چې دا پېښه د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۶) د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په ملنګ آب کلي کې شوې ده.
د کامګار په وينا، ماين له کورنيو جګړو راهيسې په يوه کرونده کې پاتې و او د پېښې لامل شوى دى.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودېدونکو توکو د چاودنو له امله څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې ډېری یې ماشومان دي.