طالبانو د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې

ارشیف: په افغانستان تلوېزیوني چینلونه

د راپورونو له مخې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې د دغې پرېکړې له مخې به د نور او بریا تلوېزیونونو خپرنې بندېږي او هغه به محکمې ته راجع کېږي.

د راپور له مخې د دغو تلوېزیوني شبکو د فعالیت د بندولو پرېکړه په دې خاطر شوې چې د خبریالی اصول او ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې پام نه دی کړی او هغوی همداراز قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو تورن شوي دي.

په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم په دې خبر کې د دغو رسنیو د مسوولانو څرګندونې رااخیستل شوي، خو دا په افغانستان کې پر خپلواکو رسنیو د طالبانو له لوري یو بل ګوزار ګڼل کېږي.