د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه کوي

د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور

په پام کې ده چې د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه وکړي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې په نننۍ غونډه کې به د اسراییلو پر خاوره د ایران د لومړني مستقیم برید په اړه بحث وشي.

په همدې حال کې پر اسراییلو د نړیوالو فشار هم په زیاتېدو دی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له پراخولو څخه ډډه وکړي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي هالېوي بېګا وویل چې د دې هېواد پر قلمرو د ایران د څه باندې ۳۰۰ کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو حملې ته به ځواب ورکړل شي، خو دا چې څنګه جزییات یې ورنه کړل.

که څه هم د ایران حملې په اسراییلو کې زیان نه دی اړولی، خو دا وېره شته چې د غزې له جګړې څخه دا زېږېدلی کړکېچ نور هم پراخ نه شي.