د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له متحدانو د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د کییف پر لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې دغه هېواد ته د الوتکو ضد سیسټمونه، وسلې او مهمات چې سخته اړتیا لري، ژر تر ژره چمتو کړي.

د روسیې راکټي او توپچي بریدونه ملکي سیمو ته زیان رسوي او اکثر تاسیسات ویجاړوي.

د اوکرایین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې والي وادیم فلاشکین په سیویرسک ښار کې د روسیې د توپچي ډزو له امله د څلورو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر ټولو زیات ملکي وګړو ته زیان ورسوي او په کار ده چې دا ملکیان ژر تر ژر د اوکرایین خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په صوفیا کې د اوکرایین او بلغاریا لخوا په ګډه د تور سمندرګي دوهم امنیتي کنفرانس ته په خپله انلاین وینا کې وویل چې د اوکراین هوایي دفاع د ګاونډیو د ساتنې لپاره هم مهمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره اوکرایني ځواکونو ته د پټریوټ توغندي وسپاري.