څېړونکی ټیم: په ۲۰۲۱ کې پر کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مخنیوی نا ممکن و

د پېښې یوه څنډه - ارشیف

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د ځانوژونکي برید په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې ښيي چې له تکتیکي پلوه د دغه برید مخنیوی ممکن نه و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ وشو، دیارلس امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان ووژل شول.

د دغې پېښې په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې هغه پخوانۍ نتیجه تاییدوي چې امریکا یې مخکې په اړه کړې وه.

د فرانسپرس په وینا، د بیا کتنې د ټیم یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې له برید مخکې د حمله کوونکي په وړاندې د اقداماتو لپاره فرصت نه و او هغه په تکتیکي کچه د مخنیوي وړ نه و.

د دغې څېړنې د ټیم یوه بل غړي هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ځینو سرتېرو ادعا کړې وه چې دوی بریدګر په نښه کړی و او کولای یې شوای چې د دغه برید مخه ونیسي، خو اوس دوی ته څرګنده شوه چې دا خبره درسته نه ده.