د ایران ولسمشر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت یوې سرچینې نن دوشنبه د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشال څانګې ته دا خبره کړې، خو سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا به پر اسراییلو د ایران د تېرې شنبې شپې له بریدونو وروسته د ایران د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر وي چې د اپریل میاشتې په ۲۲مه به ترسره شي.

سرچینې وایي، د دې سفر اصلي اجنډا د ايران او پاکستان د ګازو د نل لیکې په اړه بحث دی او ایران غواړي دغه نل لیکه د امریکا له ممکنه بندیزونو خوندي وساتي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.