یو طالب چارواکی: ګاونډي هېوادونه د پوهنتونونو د ودې له امله یې د ځان دفاع کولای شي

د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو یو چارواکی وایي، ګاونډي هېوادونه چې نن د ځان او خپلې خاورې دفاع کوي، لامل یې د پوهنتونونو وده ده.

د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني، په غیر مستقیم ډول پر اسراییلو د ایران برید ته په اشارې وویل، د افغانستان د پوهنتونونو وړتیا هم باید لوړه شي.

هغه زیاته کړه:

" ګاونډیو هېوادونو که خپل ولس خودکفا ګرځولی دی او نن له خپل ولس څخه دفاع کولای شي، له خپل نظام څخه دفاع کولای شي، نن له خپلو سرحدانو نه دفاع کولای شي، نن د خپل یوه مظلومیت ځواب ویلی شي، وجه یې دا ده چې د دوی پوهنتونونه داسې حد ته رسېدلي چې نظام ته یې څه کړي دي، همدغه پوهنتونونه دي چې یو ملک د دونیا له هېوادونو سره سیال کوي."

نوموړی داسې مهال د پوهنتونونو د وړتیا پر لوړولو ټینګار کوي چې له تېر نژدې یو نیم کال راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړل شوې دي.

حقاني نن د افغان-امریکایي پوهنتون چې اوس د اسلامي پوهنتون په نوم فعالیت کوي، د ماسټرۍ او دوکتورا د ازموېنو د پيل په غونډه کې، دا څرګندونې وکړې، خو د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو بندېدا او له دې کبله رامنځته شوې تعلیمي او تحصیلې تشې ته یې کومه اشاره ونه کړه.