د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر ځي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان نن په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته رسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل په مشرۍ د سعودي عربستان یو لوړ پوړی پلاوی به د اپرېل په ۱۵ او۱۶ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتولو د هڅو د یوې برخې په توګه پاکستان ته سفر وکړي.

د دې لیدنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو ګټورو اقتصادي همکاریو لپاره مثبت هڅونه بلل شوې.

د پاکستاني چارواکو په خبره، سعودي عربستان ژمنه کړې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ۲۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.