په فراه ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا محمد انور فېروز پرون وويل دواړه قربانيان هغه ځوانان وو چې د تفريح لپاره يوې غرنۍ سيمې ته تللي وو.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت ویاند ملا جانان سایق پرون ویلي وو چې په تېرو درېیو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
هغه د ټپيانو شمېر ٢٧ تنه اعلان کړ او ويې ويل چې د افغانستان په کليو کې د سختو سېلابونو له امله ٦٠٦ کورونه ويجاړ شوي دي.