اسراییلو ته د ایران د برید په اړه وار د مخه استخباراتي معلومات رسول شوي وو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه

یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، ایران پر اسراییل تر برید مخکې د سویس له لارې له امریکا سره اړیکه نیولې وه.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم د نه اخيستلو غوښتنه وکړه، پرون وويل چې امريکا او ايران د سويس په مټ څو ځلې مستقيمې اړيکې ساتلي. په تهران کې د سویس سفارت د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه یادیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ادعا کړې چې هېواد یې پر اسرائیلو له برید ۷۲ ساعته مخکې په دې اړه د سیمې هېوادونو ته خبر ورکړی و، خو امریکايي چارواکي ویلي چې دا خبره سمه نه ده.

د اسراييلو د دفاع وزارت وايي، ايران د لسو کروز توغنديو په ګډون له ۲۰۰ ډېرو بې پيلوټه الوتکو او راکټونو سره پر دغه هېواد بريدونه کړي دي.

د اسراییلو په وینا، د ایران ۹۹ سلنه بریدونه شنډ شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، پر اسرائیلو بریدونه پای ته رسېدلي، خو خبرداری ورکوي چې که اسرائیل پر ایران د بل برید هڅه وکړي، سخت ځواب به ورکړي.