کرزی او عبدالله: پر اسراییل د ایران بریدونه دفاعي اقدام وو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د پخواني جمهوري نظام پر مهال د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني جمهوري نظام پر مهال د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر اسراییل د ایران بریدونه دفاعي اقدام او د اسراییلو د بریدونو په وړاندې عکس العمل بللی.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼو په دې تړاو بیانونه ورکړي.

کرزي ویلي چې د غزې جګړه باید سمدستي پای ته ورسیږي او هم د فلسطین، اسراییل او سیمې د ملکیانو ژوند خوندي شي.

اخوا عبدالله عبدالله ویلي د ایران له دریځه د ملاتړ تر څنګ ویلي چې د داسې کړکېچونو د سوله ییز حل غوښتونکی دی.

ډاکتر عبدالله ویلي، د ده په باور د ایران په وړاندې د اسراییل هر ډول اقدام به سیمه اغېزمنوي او د افغانستان پر وضعیت به هم مستقیم تاثیر ولري.

مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم پر اسراییلو د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو ملاتړ کړی و او هغه یې مشروع بللي وو.

امریکا او ګڼو نورو لویدیځو هېوادونو بیا پر اسراییلو د ایران بریدونه په کلکه غندلي دي. د اسراییلو د جنګي کابینې وزیر بني ګانتز ویلي ایران به په مناسب وخت او شرایطو کې د دغو بریدونو تاوان پرې کوي.

ایران د شنبې په شپه د اسراییلو پر لور شاوخوا دوه سوه توغندي او ډرون الوتکې وویشتلې چې د اسراییلي چارواکو په خبره ۹۹ فیصده یې له اسراییلو دباندې فضا کې شنډ او نسکور شول.