پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته د ترکیې خارجه وزیر خپل ایراني سیال سره خبرې کړي

د ایران او ترکیې بیرغونه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان نن په ټیلفوني خبرو کې خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان ته وویل چې ترکیه نه غواړي چې په سیمه کې کړکېچ لا پراخ شي.

د ترکیې د ډيپلوماتیکو سرچینو په حواله عبداللهیان هغه ته ویلي چې د اسراییل په وړاندې د ایران غچ اخیستونکي عملیات پای ته رسېدلي، خو که بیا پرې برید وشي نو نوي عملیات به بیا ترسره کړي.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا، فرانسې او جرمني سفیران د هغه څه په خاطر چې پراسراییل د تهران د بریدونو په وړاندې د دوی غیرمسولانه دریځ ښودل شوی، احضارکړي دي.

دا خبر د ایران نیمه رسمي خبري آژانس کارګر ورکړی دی.

دغو درېیو اروپایي هېوادونو د ایران دغه بریدونه غندلي دي.