ارزګان کې سېلابونه؛ ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله او ډېرو نورو ته مالي زیانونه اوښتي

ارشیف

د ارزګان ولایت ځايي طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې تېره شپه یو ځل بیا سیلابونه راوتلي دي او په زیات اندازه خلکو ته یې د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زیانونه اړولي دي.

طالب چارواکې وايي چې سېلابونو د ارزګان او کندهار د لويې لارې په ګډون ګڼ شمېر ولسوالیو ته غځيدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې دي.

د یاد شوي ولایت اوسیدونکي هم د طالب مشرانو او خیریه بنسټونو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور، د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور