« د بلوچستان د ازادۍ پوځ» پاکستان کې د جمعې شپې د برید مسوولیت ومانه

ارشیف

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې د دې ایالت نوشکي ته نژدې د ۹ تنو د وژلو مسوولیت ومانه.

پرون (شنبې) په بلوچستان ایالت کې پولیسو وویل چې وسله والو کسانو د جمعې په ماښام له یوه بس څخه چې د ایران په پوله کې تفتان ته روان و، ۹ تنه پنجابي کارګر کښته او دوه کیلومتره لېرې په ډزو ووژل.

خو د بلوچستان د ازادۍ په نوم ډلې تېر ماښام ادعا وکړه چې دوی د نوشکي په درې کیلومترۍ کې د سلطان چړايي په سیمه کې له یوه بس څخه د استخباراتو ۹ غړي کښته او وروسته ووژل.

پولیس وايي چې وسله والو په بس کې د سپرلیو پېژندپاڼې کتلې او هغوی یې له ځان سره کښته کول چې په خټه پنجابیان وو.