طالبانو کابل کې ۸۰ زره امنیتي کمرې نصب کړې دي

ارشیف

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په کابل ښار کې یې ۸۰ زره امنیتي کمرې نصب کړې دي.

د دغه وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون ملي راډیو ته وویل چې امنیتي کمرو د جرمونو له کمېدو او مخنیوي سره مرسته کړې او دوی غواړي چې په ولایتونو کې هم امنیتي کمرې نصب کړي.

قانع په دې اړه چې اتیا زره امنیتي کمرې یې په کومه بودیجه نصب کړي، څه نه دي ویلي.

طالب چارواکي وايي چې د اختر په درو ورځو کې هیڅ امنیتي پېښه ونه شوه.

طالبانو د اختر په شپو ورځو کې په ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر غوره کړي وو.