برلین اوکراین ته پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم استوي

د جرمني د پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم

برلین نن وویل چې اوکراین ته به پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم واستوي.

د جرمني دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ ویلي چې د روسیې د هوایي بریدونو د زیاتېدو له امله د جرمني حکومت پرېکړه وکړه چې د اوکراین هوایي مدافع سیستم پياوړی کړي.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر خبر ورکړ چې هالنډ له دغه هېواد سره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرسته کوي.

ولودمیر زیلینسکي پرون وویل چې دا مرستې به د دې کال په ترڅ کې اوکراین ته وسپارل شي.

د هالنډ صدراعظم مارک روټ په ایکسپاڼه یا پخواني ټویتر کې لیکلي چې له دې نوې مرستې سره د روان کال په ترڅ کې له کییف سره د هالنډ مرستې درېیو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

روټ زیاته کړه چې هالنډ او شریکان یې چمتو دي چې هر ډول پوځي او دفاعي مرسته له اوکراین سره وکړه.

د هالنډ صدراعظم همداراز وویل چې اوکراین باید له روسیې سره په جګړه کې بریالی شي چې د اروپا امنیت خوندي شي.