د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، نن د وري۲۵مه او سبا یکشنبه د وري ۲۶مه د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د سالنګونو په شمول د واورې، بارانونو او سېلابونو امکانات شته.

دې وزارت نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، کنړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، رزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان ودرک، سمنګان، غزني، جوزجان او فاریاب کې د ورښتونو او طبیعي پېښو د رامنځته کیدو احتمال شته.

د وړاندوینې له مخې له پنځلسو تر شپېتو ملي مترو پورې د بارانونو او له پنځلسو تر څلوېښت سانتي مترو پورې د واورو د ورېدو امکانات شته.