د امریکا متحد ایالتونو د حماس پر څو چارواکو نوي بندیزونه لګولي دي.
واشنګټن او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د امریکا خزانې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دا بندیزونه د حماس پر یوه ویاند او څو تنو هغو مشرانو لګېدلي چې د دې ډلې د بې پیلوټه الوتکو مسوولان دي.
د ترهګرۍ او اطلاعاتو په برخو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وایي، دا بندیزونه به د حماس هڅې په ځانګړي ډول د سایبري جګړې او د بې پیلوټه الوتکو د جوړېدو په برخو کې ډېرې محدودې کړي.
د نیلسن په وینا، اروپایي ټولنې هم د حماس پر چارواکو تازه بندیزونه لګولي دي.