د اوکراین ولسمشر خبر ورکړ چې هالنډ له دغه هېواد سره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرسته کوي.
ولودمیر زیلینسکي پرون وویل چې دا مرستې به د دې کال په ترڅ کې اوکراین ته وسپارل شي.
د هالنډ صدراعظم مارک روټ په ایکسپاڼه یا پخواني ټویتر کې لیکلي چې له دې نوې مرستې سره د روان کال په ترڅ کې له کییف سره د هالنډ مرستې درېیو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
روټ زیاته کړه چې هالنډ او شریکان یې چمتو دي چې هر ډول پوځي او دفاعي مرسته له اوکراین سره وکړه.
د هالنډ صدراعظم همداراز وویل چې اوکراین باید له روسیې سره په جګړه کې بریالی شي چې د اروپا امنیت خوندي شي.