پاکستان د برتانوي وګړو د سفر لپاره د خطرناکه هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

ارشیف

بریتانیا د هغو هېوادونو په نوملړ کې پاکستان شامل کړ چې هلته د دوی د اتباعو لپاره سفر خطرناکه دی.

دا خبر پرون خپور شو.

د پاکستان په شمول اوس د بریتانیا په دې لېست کې ۲۴ هېوادونه شامل دي.

په دې هېوادونو کې افغانستان هم دی او علتونه یې جګړه، تروریزم، طبیعي پېښې، بده هوا او ټول هغه شیان یاد شوي چې چا ته په‌کې د سر خطر متوجه وي.

په پاکستان کې د پاکستاني رسنیو په وینا، په ۲۰۲۳م میلادي کال کې ۷۸۹ ترورستي بریدونه شوي وو او د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله د دې بریدونو شمېر زیات شوی دی.