د‌ روسيې پوځي روزونکي له تجهيزاتو سره نايجر ته رسېدلي

روسي ځواکونه

د روسیې پوځي روزونکي له پوځي تجهیزاتو ډکې الوتکې سره نایجر ته ورسېدل.

د نایجر دولتي تلوېزیون "ار ټي اين" RTN له یوې پوځي کارګو الوتکې د تجهیزاتو د تخلیې ویډیو خپره کړې چې په کې د دې تلوېزیون په وینا یو روسی کس وايي چې دوی د نایجر د اردو د روزنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي همکارۍ پراختیا لپاره راغلي دي.

دولتي تلوېزیون "ار ټي اين" پرون د اپرېل ۱۱مه دا هم وویل روسیې موافقه کړې په نایجر کې د الوتکې ضد سیسټم نصب کړي.

روسیې داسې وخت نایجر ته پوځي تجهیزات استولي چې پر اوکراین یې پوځي یرغل دوام لري او تر ډېره یې تمرکز یې دې سیمې کې دی.