پر اسراییل د ایران د احتمالي برید په تړاو د راپورته شویو اندېښنو د کمېدو غوښتنه وشوه

د عکس ښي لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او چپ لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلفوني خبرو کې د هغه کړکېچ د کمېدو غوښتنه وکړه چې پر اسراییل د ایران د احتمالي مستقیمې حملې د اندېښنو پر سر راپورته شوی دی.

مېرمن بایربوک پرون پنجشنبې په برلین کې وویل چې هیڅوک لېواله نه دي چې اور یا یې د نه وړاندوینې وړ نتیجې وګوري.

هغې وویل، په سیمه کې ټول لوبغاړي هڅوي چې مسوولانه اقدام وکړي او له زغمه کار واخلي او دا هغه پیغام و چې دې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ورساوه.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دې ټیلفون په اړه یې چې دې خپل ایراني سیال ته کړی، له مخکې یې له اسراییل یا د امریکا له متحدو ایالتونو سره همغږي کړې وه که‌نه وویل، په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره په اوس وخت کې ټول ډیپلوماتیک چینلونه او ټیلفونه فعال دي.