جیورجیوا: پاکستان د درېیو میلیاردو ډالرو چمتو شوی تعقیبي پروګرام عملي کوي

د پیسو د نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" رییسه کریستالینا جیورجیوا

د پیسو د نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" رییسه کریستالینا جیورجیوا وایي، پاکستان له دې صندوق سره خبرې مخ‌ته وړي چې د نهو میاشتو په مخه د درې میلیارد ډالرو چمتو شوی تعقیبي پروګرام عملي کړي.

میرمن جیورجیوا پرون پنجشنبې په واشنګټن کې وویل چې پاکستان له "آی‌ایم‌ایف" سره موجوده پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړی او اوس یې له دې صندوق سره د تعقیبي پروګرام موضوع راپورته کړې ده.

خو د نوموړې په خبره د مالیاتو د اساس، په اقتصاد کې د ټولنې د شتمنې برخې د مشارکت، د عمومي لګښتونو څرنګوالی او هم د یوه لا شفاف چاپېریال په ګډون ځیني مهم مسایل شته چې باید حل شي.

پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، زښت زیات د "آی‌ایم‌ایف" په ګډون له نړیوالو مالي موسسو او د نژدې ملاتړو هېوادونو مالي ملاتړ ته اړتیا لري.