د طالب چارواکو ادعا؛ کونړ کې ۲ داعشیان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی

د افغانستان په نقشه کې کونړ ولایت

په کونړ طالب سیمه‌ییز چارواکې وايي، په دې ولایت کې يې د داعش یا اسلامي دولت ډلې دوه وسله‌وال وژلي دي.

د کونړ د امنیې قومنداني څخه په خپرې شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې دا کسان تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په سپیدار تنګي کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې وژل شوي او یو تن يې ژوندی نیول شوی دی.

په اعلامیه کې ویلي شوي چې له نیول شوي کس تحقیقات روان دي.

تراوسه داعش وسله‌والې د خپلو دې غړیو د وژل کېدو په اړه څه نه دی ویلي، خو په دیوه‌ګل دره وخت ناوخت داعش وسله‌وال پر طالبانو د بریدونو او ورته د مرګ ژوبلې د اړوې ادعاوې کوي.