روسیې په شمالي قفقاز کې د "ترهګرۍ ضد" عملیاتو د پيل خبر ورکړ

ارشیف

په روسیه کې د تروریزم ضد ملي کمېټه (NAK) وايي، نن يې په شمالي قفقاز کې د "ترهګرۍ ضد" عملیات پیل کړي دي، او ادعا کوي چې دوه وسله وال يې وژلي.

دغې کمېټې په یوه بیان کې ویلي، دا دوه تنه هغه مهال ووژل شول چې امنیتي سرتېرو ته تسلیم نه شول، او امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې.

دا پېښه یوه میاشت وروسته له هغې کیږي چې د مسکو په لمن کې د کنسرټونو پر هال په برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول او په لسهاوو نور ټپیان شول.

د هغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.