د برېتانیا د دفاع وزارت وایي، روسیه هوډ لري چې سږ کال خپل څلور لکه قراردادي سرتېري په اوکراین کې د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره په وګماري.
د دغه وزارت د استخباراتي اطلاعاتو له مخې، په اوکراین کې د روسي سرتېرو جوړښت له قراردادي او احتیاطي عسکرو جوړ دی چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې هلته سره ټول شول.
په دغو اطلاعاتو کې راغلي چې روسیه د نویو څلور لکه سرتېرو په جذب سره غواړي د روان میلادي کال تر پایه د خپلو سرتېرو شمېر یو میلیونو ته ورسوي.
روسیې تراوسه رسمآ په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل او لا هم دوام لري.