د طالبانو مشر خپلو پلویانو ته: د تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړئ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خپلو پلویانو وغوښتل چې د دوی پر ضد له تبلیغاتو سره مبارزه وکړي.

هغه د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې، چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول، په غیرمستقیم ډول لوېدیځوال تورن کړل چې پخوا یې له دوی سره جګړه کوله او اوس یې تبلیغاتو ته مخه کړې.

هغه وايي: "لکه پرون چې دښمن تاسو په بې پيلوټه ویشتلی، په دوه پنځوس ډوله یې ویشتلی، د بمونو په مور یې ویشتلی، په هر قسم کیمیاوي موادو یې سوځولی، نن مو په بله طریقه ولي، نن مو په تبلیغاتو باندې ولي، پرون دې د دوی تعرض ورناکامه کاوه، نن یې هم ورناکام کړه."

لوېدیځو هېوادونو او د نړۍ بېلابېلو سازمانونو د طالبانو له حکومته په پرله‌پسې ډول د حکومت د ټولشمولیت یا پراخ بنسټوالي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او بیا پوهنتونونه بند کړل او د کار په ګډون یې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د هغوی پر فعالیت بندیز ولګاوه.

په ظاهره د همدې بندیزونو له کبله هیڅ یوه هېواد هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.