د صدیق‌الله افغان خوشې کېدل؛ د بخښنې نړیوال سازمان یې یو مثبت پرمختګ بولي

صدیق الله افغان

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د طالبانو له بنده د زده کړو د فعال صدیق الله افغان خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی باید له اوله نیول شوی نه وای.

دې سازمان پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې یوځل بیا د احمد فهیم عظیمي او نورو ټولو هغو مخالفانو له قیدو شرط پرته د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د تعلیم، بشري حقونو او عدالت لپاره د خپل غږ اوچتولو په تورپه غیرقانوني توګه نیول شوي او بندیان دي.

د امنیسټي انټرنېشنل په وینا، احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان چې د فکر بهترپه نوم د زده کړې له یوه بنسټ سره یې کار کاوه، د تېر ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اولسمه د کابل په کارتې چهارسیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې له‌خوا د طالبانو ضد فعالیتونو په تورنیول شوي وو.

په توقیف کې د ۷۲ ورځو له تېرولو وروسته دواړه د همدې کال د ډسمبر په ۲۷ محاکمه او پلچرخي زندان ته واستول شول.

امنیسټي انټرنېشنل ویلي چې په ناقانونه توګه د دغو فعالانو نیول د بشري حقونو د نړیوال قانون خلاف و.