د مزارشریف او کندز له حوزوي روغتونونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیو‌ایچ‌او" په مزارشریف او کندز ښارونو کې له حوزوي روغتونو سره د درملو او طبي وسایلو د مرستې خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د مزارشریف له حوزوي روغتون سره یې د اضطراري کېټونو، د غیرساري ناروغیو کېټونو، د عملیاتو د جامو د سیټونو په شمول د شاوخوا اتو ټنو درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

"ډبلیو‌ایچ‌او" ویلي، دغه حوزوي روغتون په سیمه کې یوازینی لوی روغتون دی چې د شمالي سیمو نژدې ۴ میلیونه اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د کندز له حوزوي روغتون سره چې په سیمه کې د نژدې ۷۲ زره کسانولپاره اساسي روغتیایي خدمات سرته رسوي، د نژدې ۱۰۵ زره ډالرو په اندازه درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

له دې مخکې "ډبلیو‌ایچ‌او" د اپرېل په دوهمه ویلي و چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې یې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې له ۲۵ روغتونونو سره د ۴،۴ میلیون ډالرو په اندازه د درملو او طبي کېټونو مرستې کړې دي.