د چین د بهرنیو چارو وزیر: روسیې سره ستراتېژیکه همکاري پیاوړې کوو

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایي، پېکېنګ به له مسکو سره ستراتېژیکه همکاري پیاوړې کړې او دواړه باید د ده په خبره د انصاف او عدالت ترخوا ودریږي.

وانګ یي دغه څرګندونې نن سې شنبې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د کتنې پر مهال وکړې.

لاوروف له چین څخه د دوه ورځنۍ کتنې په ترڅ کې پېکېنګ ته رسېدلی.

دغه سفرداسې مهال ترسره کیږي چې په اوکراین کې د روسیې جګړه روانه ده او چین او روسیه غواړي په خپلو کې اړیکې لا پیاوړې کړي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې د مسکو او پېکېنګ ترمنځ اړیکې لا پراخې شوې دي.