سي پي جي: افغانستان کې د فیسبوک احتمالي محدودیت ازادو معلوماتو ته لاسرسی لا نور ستونزمنوي

د سي پي جي دفتر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، CPJ د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې وایي طالبان په پام کې لري چې پر ټولنیزې شبکې فیسبوک په افغانستان کې بندیز ولګوي یا ورته لاسرسی محدود کړي.

دې کمېټې له چارواکو غوښتي چې له دغه اقدام څخه ډډه وکړي، ځکه دا کار په دې هېواد کې د ازادو معلوماتو د بهیرمخه لاپسې ډب کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د آسیا د پروګرام تنظیمونکې بي لي یي Beh Lih Yi په یوه بیان کې وویل چې د فیسبوک د بندولو یا یې د لاسرسي محدودولو لپاره د طالبانو پلان به په افغانستان کې د معلوماتو پر ازادۍ یو بل ګوزار وي.

هغې زیاته کړه د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شو؛ د فسبوک په ګډون نورو ټولنیزو شبکو هغه تشه ډکه کړې چې په دې هېواد کې رسنیو د ځپونکو اقداماتو یا نورو لاملونو له امله ترشا پریښې ده.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په دې وروستیو کې د افغانستان له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د دې وزارت یوې څېړونکې ډلې د فیسبوک د بندولو یا یې د فعالیت د محدودولو لپاره یوپلان بشپړ کړی دی.