د طالبانو حکومت هم سبا چارشنبه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

ارشیف

د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون دوشنبې اعلان وکړ چې نن سې شنبې د روژې د میاشتې ۳۰ مه او سبا چهارشنبې به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د دې محکمې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د میاشتې د لیدو کمېټې د مرکز او ولایتي غړیو د معلوماتو پر اساس، د هېواد په هیڅ ولایت کې د د دغې کمېټې غړیو د شوال المکرم یا کوچني اخترمیاشت نه ده لیدلې او نه هم عامو خلکو محکمو ته د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړي؛ نو په دې اساس به د چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

تردې مخکې پرون سعودي عربستان هم اعلان کړی و چې چارشنبې به د اختر لومړۍ ورځ وي.

متحده عربي اماراتو او قطر هم اعلان وکړچې سبا چهارشنبې به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.