د طالبانو حکومت زرګونه بندیان خوشې کړل

پلچرخي زندان - ارشیف

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د هېواد له زندانونو د زرګونه بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی.

سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د حکم په اساس ۲۸۵۵ زندانیان چې د عفوې مستحق وو، خوشې شول او د ۱۴۲۰ نور بندیانو د حبس په موده کې تخفیف راغلی.

تراوسه معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې د ټولو بندیانو شمېر څومره دی.