کرکټ؛ د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې روانه میاشت سیالۍ کوي

د افغان لوبډلې نوملړ

ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلې د روانې اپریل میاشتې په ۲۸مه نېټه د یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ پیل کړي.

افغان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۸مه نېټه ازادي راډيو ته په رالیږلي خبر کې ویلي دي، لومړی به د دواړو هېوادونو الف لوبډلې د ۵ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د اپریل په ۲۸مه نېټه پیل کړي او بیا به یوازینۍ څل ورځنۍ سیالۍ ولوبوي چې د مې میاشتې تر ۱۴مې نیټې به دوام وکړي.

د یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ په اعلان شوې لوبډله کې ریاض حسن، عبدالمالک ذبیداکبري، شاهدالله کمال، بلال ترین، دروېش رسولي، اکرم علیخل (لوبډلمشر)، محمداسحاق رحیمي، ننګیالی خروټی، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیااکبر، سلیم ساپی، عبدالرحمن او بلال سمیع شامل شوي دي.

دغه راز د څلو ورځنیو سیالیو په لوبډله کې بیا عبدالمالک، احسان الله جنت، عمران میر، بهیرشاه محبوب، رحمن الله ځدراڼ، اعجاز احمد مهري، اکرم علیخل (لوبډلمشر)، عبدالهادي، محمدطاهر عادل، عبدالله تره خیل، خلیل ګربز، ضیا اکبر، ابراهیم عبدالرحیمزی، نوید ځدراڼ، نسیم منګل او سعید شېرزاد اخستل شوي دي.

د ویلو ده چې دا به په روان ز کال کې د افغانستان الف لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي.