سعودي عربستان: اختر د چارشنبې په ورځ دی

سعودي عربستان اعلان کړی چې چارشنبې به د اختر لومړۍ ورځ وي.

حرمین شریف پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي دي چې نن په سعودي عربستان کې نوې میاشت ونه لیدل شوه نو ځکه کوچنی اختر به د وري یا حمل په ۲۲مه وي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې نن سهار وویل چې د کوچني اختر د څرنګوالي په اړه به نن ماښام غونډه او پرېکړه وکړي.

په افغانستان، سعودي عربستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې مبارکې ۲۹مه ورځ وه.

د طالبانو سترې محکمې د روژې په پیل کې سره له دې چې په سعودي عربستان کې میاشت لیدل شوې وه روژه اعلان نه کړه، خو نیمه شپه یې چې ډېری خلک ویده وو، د روژې اعلان وکړ او ویې ویل چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې سپوږمۍ لیدل شوې ده.