اوکراین؛ پر زاپوریژیا د روسیې تازه بریدونو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پېښې سیمه کې دوه ښځینه ترهیدلې

د اوکراین پر جنوبي سیمې زاپوریژیا د روسیې تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د زاپوریژیا د والي ایوان فیدوروف په حواله ویلي چې بریدونه نن دوشنبه شوي چې پر مرګ ژوبلې سربیره یې ۷ ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.

تېره ورځ ناوخته د روسیې بې پيلوټه الوتکو پر زاپوریژیا اټومي برېښنا کوټ هم ګوزارونه کړي دي؛ هغه کار چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي د نه منلو وړ بللی دی.

په دغه برېښنا کوټ کې چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات بلل کیږي، د ملګرو ملتونو متخصصانو تایید کړې چې د برېښنا کوټ د اصلي ریکټور تاسیساتو باندې درې ګوزارونه شوي دي.

ملګرو ملتونو نه دي ویلي چې بریدونه چا کړي، خو دغه سیمه د روسیي پوځیانو په کنټرول کې ده.

د روسیې د اټومي انرژۍ ادارې ویلي، پر زاپوریژیا بټۍ دغه بریدونه د اوکراین له خوا شوي، خو اوکراین یې پړه پر روسیې ور اچولې ده.