اسراییلي ځواکونه د غزې له خان یونس ښار څخه په شا شول

ارشیف

د اسرائیل پوځ وايي چې د غزې تړانګې په جنوب کې یې له تر ټولو لوی ښار خان یونس څخه خپل ځواکونه ایستلي دي.

د دغه هېواد دفاعي ځواکونو پرون یکشنبه ویلي، د دوی د کومانډو ۹۸یمې فرقې په خان یونس کې خپل ماموریت بشپړ کړ او نورو عملیاتو ته د چمتووالي لپاره له غزې تړانګې وتلې ده.

د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، د دوی د پام وړ شمېر پوځیان لا هم په غزې تړانګه کې په پوځي عملیاتو بوخت دي.

دا لا څرګنده نه ده چې له خان یونس د اسرائیل د کومانډو ځواکونو وتل د غزې د جګړې لپاره د اسرائیل په ستراتیژۍ کې کوم بدلون دی او که د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې احتمالي عملیاتو ته ځان چمتو کوي.

اسرائیل ویلي د نړیوالو له غوښتنو سره- سره به په خان یونس کې خپل عملیات کوي.