سرچینې: منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

منیژه صدیقي، ارشیف

د ښځو خودجوشه حرکت، د طالبانو له بنده د دغه غورځنګ د غړې منیژې صدیقي د خوشې کېدو خبر تایید کړ.

د دغه حرکت یوې بلې غړې لیلا بسیم تېره شپه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

منیژه صدیقي د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له نهمې راهیسې د طالبانو په بند کې وه چې د دغه خوځښت د ادعاوو له مخې، هغه د نورو تورونو تر څنګ، د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت‌اله اخندزاده د عکس د سوځولو په تور په یونیم کال بند محکومه شوې وه.

مېرمن صدیقي تېره اوونۍ د طالبانو له خوا په تنظیم شوې خبري غونډه کې راڅرګنده شوه او ویې ویل چې بېګناه ده، غواړي له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، هغې ظاهراً د شکنجه کېدو خبرونه رد کړل.

مخکې ځینو بنسټونو ویلي وو چې منیژه صدیقي د طالبانو په بند کې شکنجه شوې ده.