د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغان زیانګالو ته د روغتیایي مشورو زمینه برابروو

ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د دوی ټیمونو په افغانستان کې زیانګالو کسانو ته د څه باندې ۱۴۰زره روغتیايي مشورو زمینه برابره کړې ده.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې د اپرېل د اوومې یا د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې دوی هره ورځ په افغانستان کې بېځایه شویو، ستنو شویو او کوربه پرګنو ته روغتیايي خدمات، د رواني روغتیا او ملاتړ خدمات برابروي.

د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلک شکایت لري چې روغتیايي او د رواني روغتیا نور خدمات ورته نه دي برابر شوي.

د ملګرو ملتونو له خوا، هر کال د اپرېل اوومه یا د روغتیا نړیواله ورځ د دې لپاره لمانځل کېږي چې په نړۍ کې انسانان د خپلې سلامتۍ او روغتیا اهمیت ته نور هم پام وکړي.