لیکوال او ژورنالېست عبدالعلي ارغنداوی پرون لندن کې وفات شو

عبدالعلي ارغنداوی

لیکوال او ژورنالېست عبدالعلي ارغنداوی پرون په لندن کې د ۷۶ کلونو په عمر وفات شو.

ارغنداوي چې په کندهار کې زېږېدلی، په هند کې یې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې.

ده ډېر کلونه د بي پي سي په پښتو څانګه کې کار کړی و.

د ژوند خاطرې په نوم کتاب یې مهم اثر دی.

دا کتاب چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه دی، په ۱۹۹۷ کې چاپ شوی او له ډېر هرکلي سره مخامخ شوی دی.