د افغانستان یو شمېر سیمې تېره شپه یوې زلزلې لړزولي

ویل کیږي چې د زلزلې مرکز د کونړ له مرکزه ۳۲ کیلومتره لیرې و

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ درجې و، تېره شپه یوه بجه او ۲۶ دقیقې د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې.

د جرمني او هند د زلزله پېژندنې د ادارو د راپورونو له مخې، د دې زلزلې مرکز د کونړ ولایت له اسعداباده ۳۲ کیلومتره لېرې او د مځکې له سطحې ۱۲۰ کیلومتره لاندې و.

د زلزلې له کبله چا ته د سرومال د تاوان په اړه کوم راپور نه دی ورکړی شوی.