د امریکا متحدو ایالتونو او ین موافقه وکړه، چې د امریکا د ځینو شکایتونو د حل لپاره په خپلو کې خبرې وکړي.
د امریکا د خزانې وزیرې جنت یلین (Janet Yellen) پرون شنبه چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ دا خبره وکړه.
د امریکا متحد ایالتونه د چین پر اقتصادي ماډل انتقاد لري.
د چین د ولسمشر له مرستیال هي لایفنګ (He Lifeng) سره د مېرمن یلین تر کتنې وروسته د امریکا حکومت په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو لوریو پر متوازنې اقتصادي ودې سختې خبرې وکړې.
د امریکا د خزانې وزیرې چین ته د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال د چین عمده صنعتي او وارداتي مرکزونو ته هم سر ورښکاره کړ او بیا وروسته د چین پلازمېنې پیکنګ ته لاړه.
واشنګټن او پیکنګ له کلونو راهیسې د سوداګرۍ او اقتصادي مسایلو پر سره په خپلو کې اختلافات لري.