د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، په فبروري میاشت کې دوی په افغانستان کې له څه باندې ۲۸۰۰ کورنیو سره مالي مرسته کړې ده.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د نقدو پیسو مرسته له کورنیو سره دا مرسته کوي، چې دوی خپله د خپلو شرایطو په چوکاټ کې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره پرېکړه وکړي.
د دې ادارې په وینا، له دغو سلګونو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته د دې لپاره شوې چې دغه کورنۍ خپلې ورځنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
په افغانستان کې ګڼې بېوزلې کورنۍ شکایت کوي چې بشري او مالي مرستې پر تولو په منصفانه ډول نه وېشل کېږي.