په نیمروز چې د طالبانو یوه محلي چارواکي تایید کړه چې له ایران سره د تګ راتګ لار تر پرون شنبې تړلې وه.
د نيمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند رحیم اله ساجد تېره پنجشنبه ویلي وو چې دغه لار تر څو ساعته تړل کېدو وروسته پرانیستل شوې ده.
تېره شپه په نیمروز کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي رادیو ته ویلي، دغه لار چې له ایراني لوري سره د افغان موټر چلوونکو د لفظي شخړې له کبله تړل شوې وه، لا هم تړلې ده.
د طالبانو ځینو چارواکو ویلي چې طالبانو د ایران یو سرحدي ساتونکی هم تر شخړې وروسته د څو ساعتونو لپاره نیولی و، خو رسماً په دې باب ایران څه نه دي ویلي.
د نیمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند رحیم اله ساجد پرون ځینو رسنیو ته ویلي چې د لارې د خلاصون پر سر له ایران سره خبرې روانې دي.
د ایران او طالبانو د پوله ساتو ترمنځ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو پر پوله شخړې شوي او له کبله یې ایران خپلې پولې د لنډ وخت لپاره بندې کړې دي.