د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو د ګډ سرحد په اوږدو پر یوه بل ډزې کړي

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ارمنی سرتېری لیدل کېږي.

د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو د ګډ سرحد په اوږدو پر یوه بل ډزې کړي او دواړه لوري یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

د ارمنستان دفاع وزارت وویل چې اذري پوځیانو تېره شپه د سهار خواته د دوی د سرتېرو پر مرکزونو ډزې وکړې او پوځي وسایط یې متحرکه شول.

د اذربایجان دفاع وزارت بیا ویلي چې د دوی پر سرحدي ځواکونو پرون ډزې شوې وې.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان پرون په بروکسل کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د اروپایي ټولنې له مشرې اورسلا ون دیر لین سره وکتل.

باکو پر دې غونډې اعتراض کړی او وایي چې لوېدیځ د ارمنستان خوا نیسي او ملاتړ یې کوي.