فرانسې د افغان ښځو د سنګسار او جسمي سزا ورکولو د لړۍ پيلول وغندل

د فرانسې بیرغ

فرانسې د طالبانو حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې د ښځو د سنګسار او هغوی ته یې د جسمي سزا د ورکولو د لړۍ د پیل په اړه کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته یوه اعلامیه کې دا عمل وحشتناک او د بنسټیزو حقونو او ازادیو سره ټکر کې بللی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانسې په ګډون دا روښانه کړې چې د ښځو حقونو ته درناوی د هر ډول خبرو اترو لپاره یو شرط دی."

په دې اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې د نجونو او ښځو سره د ظلم او حذف پالیسۍ له‌منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله ته یو منسوب غږ کې چې د دوی د حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون هم خپور کړ؛ په عام محضر کې نجونو او ښځو ته د سنګسار او سزاوو ورکولو په اړه خبرداری ورکول شوی و.

خو په دې اړه له ډېر شمېر نیوکو وروسته، د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون دا غږیز کلیپ له خپلو ټولنیزو پاڼو لېرې کړ.