د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ۱۵ میلیون ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک یوه څنډه کې امریکايي ډالر

د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې نن شنبې پنځلس میلیون ډالره نور لیلاموي.

دا په یوه اوونۍ کې څلورم ځل دی چې د افغانستان بانک، ډالر لیلاموي.

دا بانک عموماً ډالر د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره لیلاموي.

د افغانستان بانک تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ اتلس میلیونه، د چهارشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه او تر هغه دوې ورځې مخکې ۱۷ میلیون ډالره لیلام کړي وو.

پرون د کابل د اسعارو په بازار کې هر ډالر په ۷۱ افغانۍ او ۱۷ پولو تبادله کېده.