اپل شرکت خپل څه باندې ۶۰۰ کارکوونکي له دندو شړلي

د اپل شرکت نښان

راپورونه وايي، اپل شرکت خپل څه باندې ۶۰۰ کارکوونکي له دندو شړلي دي.

په کلیفورنیا کې د دېره دغه شرکت اطلاعاتو له مخې دغې ادارې خپل ۶۱۴ کارکوونکي د مارچ میاشتې پر ۲۷مه له خپلو ګڼو دفترونو ځواب کړي دي.

دا د کرونا تر وبا وروسته د دغه شرکت د کارکوونکو د منفک کولو تر ټولو لوی مورد ګڼل کېږي.

تېر کال امازون، میټا، ګوګل او د ټکنالوژۍ نورو شرکتونو هم خپل ګڼ کارکوونکي ځواب کړل.

اپل شرکت نن جمعه په دې اړه پوښتل شویو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

بلومبرګ خپرونې راپور ورکړی چې د دغو سلګونو کسانو د منفک کولو مسئله د اپل شرکت له هغه ځنډېدلي پلان سره تړلی چې غواړي برېښنايي موټر تولید کړي.

تر یوې لسیزې زیاته موده کېږي چې د اپل دا پلان ځنډېدلی دی.

دغه شرکت د دې پروګرام د عملي کولو لپاره خپل نږدې ۲۰۰۰ کارکوونکي اختصاص کړي، خو دا مهال د برښنايي موټرو د برخې له سخت رقابت سره مخامخ دی.