د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه سیالۍ کې د تایلینډ ملي لوبډلې ته ۵ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه.
یاده سیالي چې نن جمعه د تایلینډ په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډلې د لوبې تر پایه پورې ۵ ګولونه ووهل.
په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان لپاره حسین محمدي دوه، اکبر کاظمي، مثم فیضي او مهران غلامي یو یو ګول وواهه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا سیالۍ د فوټسال د اسیا جام سیالیو ته د لا ښه چمتووالي په موخه ترسره کوي.