په لوګر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په دغه ولایت کې څلور تاریخي ابدې، شپږ لرغونې ساحې او۱۹ تاریخي کلاوې کشف شوي دي.
د طالبانو په کنټرول کې باختر خبري اژانس په لوګر کې د طالبانو د چارواکو په قول پرون راپور ورکړ چې موندل شوې ساحې د لوګر په مرکز پُل علم، خوشي، برکي برک، محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې دي.